طالبانو له القاعده سره د اړیکو پاللو ادعا رد کړه

د طالبانو غړي او بیرغ

طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا راپور رد کړ چې ګنې له القاعده شبکې سره اړیکې پالي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل نوي راپور کې ویلي، د القاعده مشر ایمن‌الظواهري د طالبانو له مشر ملاهبت‌الله سره بیعت هم تازه کړی دی.

په دې راپور کې زیاته شوې، القاعده واک ته د طالبانو له رسېدو د خپلې ډلې لپاره د نویو کسانو د ګمارنې او تمویل لپاره کار اخستی دی، خو طالبان وايي، د دې ډول ادعاوو لپاره هېڅ ډول سند نه‌شته.