بایډن په ټکساس کې د وروستۍ پېښې د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي کوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جو بایډن نن یکشنبه د ټکساس ایالت د هغو کورنیو له غړیو سره خواخوږي وکړي چې ماشومان یې په یوه ښوونځي کې ووژل شول.

ولسمشر بایډن د ډیلاویر ایالت په پوهنتون کې د شنبې په ورځ په وینا کې په خپل هېواد کې د ماشومانو د ژوندانه د خوندیتوب په هکله خبرې وکړې.

تېره سه شنبه د مې ۲۴مه یوه ۱۸ کلن تنکي ځوان د ټکساس ایالت په یوالډن ښارګوټي کې لومړی خپله انا ووژله او وروسته یې په یو ابتداییه ښوونځي کې په ماشومانو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې ۱۹ ماشومان او د ښوونځي دوه ښوونکي ووژل شول.