د هندوستان د کرکټ غوره لیګ کې به نن شپه وروستۍ یا فاینل لوبه د ګجرات او راجستان لوبډلو ترمنځ وشي.
د ای پي ايل د رسنيو برخې د راپور له مخې، دغه سيالۍ د احمد اباد کرکټ په لوبغالي کې ترسره کېږي.
د هندوستان کرکټ ليګ، چې شاوخوا مياشت وړاندې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پيل شوې او له شاخوا ۶۰ لوبو وروسته نن يې پايلوبه ده.
په دغه ليک کې سږکال پنځه افغان لوبغاړي هم ولوبېدل.
د نن شپې په سیالۍ کې د ګجرات لوبډله کې افغان کرکټر راشد خان هم برخه لري.