ارزګان کې د چرګانو ساتنې فارمونو وده کړې

ارزګان کې د چرګانو د ساتنې يو فارم

په ارزګان ولایت کې د چرګانو ساتلو فارمونو وده کړې.

د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت هم تاییدوي، چې په دغه ولایت کې د چرګانو ساتنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي.

د دغه وزارت ویاند مسعین عمري ازادي راډیو ته ویلي، چې دا فارمونه د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت او خصوصي سکتور په ګډې همکارۍ جوړ شوي دي.

ښاغلی عمري وايي، دوی پلان لري چې فارم لرونکو ته روزنیز پروګرامونه جوړ او د چرګانو ساتنې په برخه کې پر دوی یو شمېر توکي او وسایل هم وویشي.