د فراه سوداګر په ابونصر فراهي بندر کې د خپلو ستونزو حل غواړي

د فراه ښار يوه څنډه

د فراه ولايت يو شمېر سوداګر د ابو نصر فراهي په سوداګريز بندر کې د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن په يوې خبرپانه کې ويلي، چې دغو سوداګرو په کابل کې د خونې له چارواکو سره لیدلي دي.

د خونې په خبره، د فراه ولايت سوداګرو په دغه بندر کې د غير قانوني وارداتو او صادراتو د مخنيوي غوښتنه کړې.

د دوي په وينا، د ګمرکي او ادارې برخو ناسم فعاليت بله هغه ستونزه ده چې بايد ژر حل شي.

د خبر پاڼې په حواله، د خونې چارواکو ورغلو سوداګرو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی.

په فراه کې د ابونصر فراهي سوداګريز بندر چې د افغانستان يوه برخه له ايران سره نښلوي په دغه بندر کې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه وخت ناوخت راپورنه ورکړل شوي.