د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د وسلو د تراژیدي د مخنیوي لپاره هېڅ کار نه کېږي.
د جمعې په ورځ په هوډسن کې د امریکا د ټوپک د ملي ټولنې په غونډه کې د وینا پر مهال ښاغلي ټرمپ وویل: "د تل په څېر له تراژیدیو وروسته، د کیڼ اړخو لخوا د ټوپک کنټرول بېلابېل پالیسۍ وړاندیز شوي او د وېرې د مخنیوي لپاره هېڅ نه دي ترسره شوي، هېڅ هم نه."
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د امریکا په تکزاس ایالت کې په یوه ښوونځي کې د ډزو په پایله کې د زده کوونکو او یوه ښوونکي په ګډون لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل شول.
د اسوشیټیډ پریس د راپور له مخې په تېر کال کې په امریکا کې په ۲۲ وسله والو بریدونو کې ۳۷۴ کسان وژل شوي دي.