ایران کې د لاریون کوونکو د خورولو لپاره له ګاز او ډزو کار اخیستل شوی

ارشیف

د ایران امنیتي ځواکونو په آبادان ښار کې د لاریون کوونکو د خورولو لپاره له اوښکې بهونکي ګاز او هوايي ډزو کار اخیستی.

خلک د یوې لس پوړېزې ودانۍ تر نړېدو وروسته د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنې په پار سړکونو ته وتلي وو.

د دې اونۍ په پیل کې، په سویل لویدیځ آبادان ښار کې یوه لس پوړیزه ودانۍ ونړېده، چې ۲۸ کسان یې ووژل.

د ایرنا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي، ویلي چې "دوه نور جسدونه" هم موندل شوي.