په هلمند کې د طالبانو چارواکي وايي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې یې د تریاکو د یوه قاچاقبر جسد موندلی چې په مرموزه توګه وژل شوی او سوځول شوی دی.
د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جان خالد ازادی رادیو ته وویل، چې د نعمت الله په نوم وژل شوی قاچاقبر له یوه انذاره پیسو سره د شاوخوا اتو ورځو راهیسې له خپله کوره لادرکه و.
د سرچنې په وینا طالبانو د نوموړي جسد په سوځېدلي حالت کې موندلی دی.
تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه.