ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر ملکيانو د حملو له کبله اندېښنه څرګنده کړه

په بشري چارو کې د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیټ

په بشري چارو کې د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې پر ملکي وګړو د تروریستي حملو له کبله اندېښنه څرګنده کړې.

ریچارد بینیټ تېر ماښام پر خپل ټویټر لیکلي، چې د افغانستان د روانو پېښو او خونړیو حملو په اړه باید خپلواک تحقیقات وشي.

بینیټ په مزارشریف کې د پنجشنبې ورځې حملو ته چې په نتیجه کې یې ۱۶ ماشومان ووژل شول اشاره کړې او خپګان یې څرګند کړی.

په مزارشریف کې د دې حملې مسوولیت د داعش ډلې خراسان څانګې ومانه.