د افغان ښځو په اړه طالبانو د ملګرو ملتونو پرېکړه ليک رد کړ

د يوناما لوګو

طالبانو نن د ملګرو ملتو د امنیت شورا پریکړه لیک رد کړ چې پکې راغلې دي چې طالبانو پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي.

د امنیت شورا پنځلس غړیو د سې شنبې په ورځ پر طالبانو غږ وکړ چې سمدستي دې پر ښځو له لګولیو بندیزونو لاس واخلي.

امنیت شورا انتقاد کړی چې طالبانو د زده کړو، کار او د ښځو پر ازادانه سفر بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو مشر دا امر هم کړی دی چې ښځې دې په عامه ځایونو کې حجاب اغوندي او مخ دې پټوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې د امنیت شورا اندېښنې بې بنسټه وبللې او ویې ویل، افغان حکومت اسلامي حجاب د ټولنې له دیني او کلتوري دودونو سره سم او مناسب ګڼي.