ايران يوه اوونۍ کې نږدې شل زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي

عکس آرشیف : جریان برگشت مهاجرین اخراج شده از ایران به افغانستان

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي، ایران په شاوخوا یوه اوونۍ کې کابو ۲۰ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ایران د ثور له ۲۴ د جوزا تر دوهمې پورې ۱۹ زره ۹۶۳ تنه افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي او افغانستان ته رالېږلي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د چهارشنبې په ورځ ویلي و چې یوازې د سې شنبې په ورځ، یعنې د مې په ۲۴ مه ۳ زره ۵۸۷ افغان کډوال د نیمروز ولایت له لارې افغانستان ته راستانه شوي چې د هغو په منځ کې څه باندې دوه نیم زره راشړل شوي دي.

د طالبانو له واک ته رسېدو او په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو له اوج ته رسېدو وروسته ویل کېږي چې شاوخوا یو ميلیون افغانانو ایران ته پناه وړې ده.