د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د خامو موادو په اړه په ناسته کې یې د ګمرکي معافیت یا تعرفو په اړه خبرې کړې دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې ۱۵ هغه شرکتونه چې خام مواد او ماشینري واردوي، اسناد به یې وڅېړل شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دې ۱۵ شرکتونو د جوس، خوراکي او د وینځلو توکو او د غیرالکولي مشروباتو په برخو کې د تعرفو لپاره خپل اسناد دې وزارت ته وسپارل چې یاد اسناد د څېړلو لپاره اړوندو ریاستونو ته راجع شول.