امريکا: د ايران لپاره د اټومي تړون د بيا را ژوندي کېدو احتمال کم دی

ارشيف

د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی رابرټ مالي وایي، د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د بیا را ژوندي کیدو احتمال ډېر کمزوری دی.

نوموړي پرون د امریکا سناجرګې ته وویل چې ډېر احتمال شته چې په دې اړه خبرې ناکامه شي.

مالي د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل، په اوس وخت کې د دغه تړون د بیا را ژوندي کولو لپاره د بریالیو خبرو اترو چانس کم خو د ناکامۍ یې زیات دی او علت یې هم دا دی چې ایران ډېرې غوښتنې مطرح کړي چې دوی به ورته غاړه کښېنږدي.

د ایران یوه عمده غوښتنه دا ده چې متحده ایالات دې د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب ځواک د بندیزونو له فهرسته وباسي، هغه څه چې ولسمشر جو بایدن ورسره مخالفت څرګند کړی دی.