سعودي عربستان له پاکستانه د خپل پور اخيستلو نېټه غځوي

د سعودي عربستان وليعهد او د پاکستان لومړی وزير

سعودي عربستان وايي، له پاکستان څخه د خپل ۳ ميلیارد ډالره پور د بېرته اخیستلو نېټه اوږدوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان د مالیې وزیر محمد الجدعان دا خبره پرون د سویس په داوس ښار کې وکړه او ویې ویل چې په دې اړه پرېکړه به ژر عملي کړي.

په داسې حال کې چې پاکستان د اسعارو له سخت کمي سره مخامخ دی، د پورونو د ورکړې وخت یې راغلی خو سعودي عربستان، د دې لپاره چې پاکستان د پیسو د ادا کولو لپاره وخت پیدا کړي، د پور د مودې د اوږدلو لپاره د دغه هېواد له غوښتنې سره موافقه کړې ده.