ننګرهار: د کانونو د استخراج له پيل سره ۲۶۰۰ کسانو ته کاري فرصت برابر شوی

د ننګرهار ولايت نقشه

په ننګرهار کې طالب چارواکي وايي چې د ۴۳ کانونو د استخراج د چارو له پیلولو سره شاوخوا ۲۶۰۰ تنو ته د کار فرصت برابر شوی دی.

د ننګرهار د کانونو او پیترولیم ريیس مفتي عبدالحمید اخوندزاده وايي، د ننګرهار اکثره غرونه د قیمتي، نیمه قیمتي منرالونو، لکه مرمر، شوکاڼي او نفرایټ کانونه لري چې اوس اکثره په قانوني ډول استخراجیږي او دوی ورڅخه هره میاشت ميلیونونه افغانۍ عاید ترلاسه کوي.

د ده په وینا اوس شاوخوا ۲۵ زره تنه په دغو کانونو کې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د خپل عاید د زیاتولو لپاره د کانونو استخراج ته پام زیات کړی دی.