ټام ويسټ د طالبانو په اړه د امنيت شورا پرېکړه مهمه بللې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویست

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویست د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې ورځې بیان مهم بللی او ویلي یې دي، چې نړۍ په یوه خوله له طالبانو غوښتي چې پر افغان ښځو او نجونو د محدودیت لګولو له پالیسیو دې لاس واخلي.

ښاغلي ویسټ په یوه ټویټ کې دا خبره کړې او دغه راز یې ویلي چې نړۍ دغه راز غوښتنه کړې چې بشرپاله لوبغاړي دې له خنډ پرته لاسرسۍ ولري او پراقتصادي ثبات یې د دوامداره هڅو خبره کړې ده.

د ملګروملتونو د امنیت شورا پنځلسو غړیو هېوادونو پرون په یوه بیان کې له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د محدودولو له پالیسۍ لاس واخلي.