ننګرهار: د نفرايټو د ۱۱ کانونو د استخراج چارې پيل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ننګرهار ولايت موقعیت

د ننګرهار د کانونو ریاست وايي، په دې ولایت کې د نفرایټو د ۱۱ کانونو د استخراج چارې پیل شوې دي.

د ننګرهار د کانونو او صنایعو خونې رئیس تورملنګ شګیوال نن ازادي راډيو ته وویل، دا کانونه د کورنيو شرکتونو له لوري استخراجېږي.

ښاغلی شګیوال وايي، د کانونو د استخراج تړونونه له ۵۰۰ زره تر ۶ میلیونه افغانیو پورې شوې دي چې سلګونو کسانو ته په کې کاري فرصتونه هم پيدا شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ورځې له ۱ تر ۳ ټنو پورې د نفرایټو قیمتي کاڼي د ننګرهار له کانونو استخراجېږي.

ویل کېږي چې همدا اوس په پنځو ولایتونو ننګرهار، کونړ، پروان، میدان وردګو او کاپیسا کې د نفرایټو د قیمتي کاڼو د استخراج چارې روانې دي.