روسيې د اوکراين پر ختيځو سيمو بريدونه ډېر کړي

ارشيف

د اوکراین جګړه څلورمې میاشتې ته داخله شوه او اوس روسیي ځواکونو د دغه هېواد پر ختیځ فشار زیات کړی دی.

د راپورونو له مخې، پرون روسیي ځواکونو تر ټولو ډېرې حملې د لوهانسک پر سیمه وکړې.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي خبرداری ورکړ چې په ختیځ کې به د دونباس په سیمه کې هم د لنډې مودې په مخه وضعیت خراب شي.

پر اوکراین د روسیې د برید پرون درې میاشتې پوره شوې، خو تر اوسه روسیي ځواکونو د اوکراین هیڅ لوی ښار نه دی نیولی.