ديبورا لاينز له کرزي سره د افغان نجونو پر زده کړو خبرې کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتو د مرستندویه پلاوي مشره دیبورالاینز

په افغانستان کې د ملګرو ملتو د مرستندویه پلاوي ( یوناما ) مشرې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغان نجونو د زده کړو په تړاو خبرې کړي.

دیبور الاینز پرون په کابل کې د ښاغلي کرزي په کور کې له هغه سره وکتل او د دې لیدنې کتنې په تړاو د یوناما په ټویټر کې راغلي دي چې د ښځو او نجونو د حقونو، د رسنیو د ازادۍ او د افغانانو ترمنځ د سولې او روغې جوړې د هر اړخیزو خبرو په تړاو یې له یوه بل سره نظرونه شریک کړل.

دیبور الاینز تېره اوونۍ په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره هم د نجونو د زده کړې او د ښځو د حقونو په تړاو خبرې کړې وې.