له کندهاره بهر ته د اينځرو صادرات ډېر شوي

اينځر

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خوني مرستیال عبدالباقي بینا نن ازادي راډیو ته وویل، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې څه باندې ۲۵ زره ټنه اینځر له کندهاره بهر ته صادر شوي چې مالي ارزښت یې ۱۴۹ میلیونو امریکایي ډالرو ته رسیږي.

د ښاغلي بینا د معلوماتو پر بنسټ په کندهار کې له انار او انګورو وروسته اینځر په درېیمه درجه مېوو کې راځي چې تولید او صادرات یې ډېر دی او په روان لمریز کال کې به یې تولید د تېر کال په پرتله ډېر وي.

په کندهار کې تولید شوي اینځر هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او جرمني ته صادریږي.

اوس مهال په کندهار ولایت کې یو کیلو اینځر په ۵۰۰ افغانیو پلورل کېږي.