له افغانستانه د بریتانیا د وتلو بهير سيستماتيکه ناکامي وبلل شوه

آرشیف: په 2021 کال کې د کابل هوايي ډګر يوه څنډه

د بریتانیا د عوامو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ویلي، چې د دوی څېړنو ښودلې چې په ګډوډۍ کې له افغانستانه د بریتانیا د تېر کال وتل، په رهبري، پلان او تیاریو کې سيستماتيکه ناکامي په ډاګه کوي.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې د دغې څېړنې نتیجه پرون خپره شوه او له افغانستانه د بریتانیا د وتلو بهير یوه تراژیدي او له متحدینو سره یې خیانت بلل شوی.

د دغې کمېټې په وینا د بریتانیا دغه چلند به په راتلونکو کلونو کې د دې هېواد ګټو ته زیان ورسوي.

وروسته له هغې چې د امریکا متحدو ایالتونو اعلان وکړ، چې په افغانستان کې نږدې شل کلن حضور پای ته رسوي، بریتانیا هم له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړه.

د فرانسپرس د راپور له مخې هغه مهال په سلګونو افغانان چې ژوند یې له جدي خطر سره مخامخ و او له دې هېواده د ایستلو پر شرایطو برابر و، په دې هېواد کې پاتې شول.