ننګرهار کې د نفرایټو د یوولسو کانونو د استخراج چارې پیل شوې

د جلال اباد ښار یوه څنډه

په ننګرهار ولایت کې د نفرایټو د یوولسو کانونو د استخراج چارې پیل شوې.

د ننګرهار د والي ویاند قاضي ملا عادل آزادۍ راډیو ته وویل: "د ننګرهار ولایت په کامې او ګوشتې ولسوالیو کې د نفرایټ د یوولسو کانونو د استخراج چارې پیل شوې. دا قراردادونه له ۵۰۰ زره افغانیو تر نژدې شپږ میلیون افغانیو پورې شوي او سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوه."

ښاغلی عادل وايي، دا قراردادونه له افغاني شرکتونو سره شوي دي.

نفرایټ یو ډول زرغونه تېږه ده چې د زینتي شیانو او مریو په جوړولو کې کارول کېږي.