کونړ کې د بزګرو ټولنو ته کرنيز ماشينونه ورکول کېږي

ارشيف

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت ازادي راډيو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي دي، دا ماشینونه چې ۵ میلیونه او ۶۹ زره افغانۍ ارزښت لري، د خوړو نړۍ سازمان لخوا د کونړ بزګرو ته ورکول کېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په دې ماشينونو کې تراکتورونه، ۴ زرنج موټرسایکېلونه او د غنم د حاصلاتو را ټولولو وسایل شامل دي.

د کرنې وزارت وايي، دا ماشینونه به د کرنیزو محصولاتو په وده کې ګټور تمام شي.

دا وزارت وايي، په پام کې لري چې د نړۍوالو موسسو په مرسته په نورو ولایتونو کې هم دا لړۍ عملي کړي.