د اذربایجان او ارمنستان مشرانو د لانجمنې سیمې نګورنو-قره باغ د سولې د طرحې په تړاو په بروکسل کې خبرې وکړې.
د اروپا د شورا مشر چارلز میشل له پرونیو درې اړخیزو خبرو مخکې د اذربایجان له ولسمشر الهام علییف او د ارمنستان له صدر اعظم نیکول پاشینیان سره جلا - جلا دوه اړخیزې کتنې درلودې.
د اذربایجان ولسمشر ویلي، له ارمنستان سره یې د اړیکو عادي کېدو ته پنځه اصله ټاکلي دي، دا هغه اصول دي چې د ارمنستان صدر اعظم هم د منلو وړ بللي دي.
د پاشنیان دغو څرګندونو د ده د مخالفانو هغه ادعا پیاوړې کړې چې وایي، ارمنستان چمتو دی چې پر نګورنو قره باغ د اذربایجان حاکمیت په رسمیت وپېژني.