د اوکراين ولسمشر نن په داووس کې د نړۍ اقتصادي غونډې ته وينا کوي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي

ټاکل شوې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي نن دوشنبه په داووس کې د نړۍ اقتصادي غونډې ته وینا وکړي.

د راپورونو له مخې زلنسکي به ماذیګر مهال د ویډیو کانفرانس له لارې له دې غونډې سره یو ځای شي.

ټاکل شوې د نړۍ اقتصادي غونډه کې له اوکراینه ملاتړ اعلان شي.

د سویس د داووس ښار په دې غونډه کې به د نړۍ څه باندې دوه نیم زره سیاستوال او اقتصادي مشران ګډون وکړي.