طالبان وایي د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې یې هغه کس نیولی چې خپله مېرمن یې په وهل ډبلو ټکولو وژلې ده.
د شاه ولیکوټ ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قومندان قدرت الله صیام نن یکشنبه ازادۍ رادیو ته وویل چې تورن کس تر پېښې یوه ورځ وروسته نیول شوی دی.
د سرچنې په خبره پېښه د کورنۍ تاوتریخوالي له امله شوې ده.