د ملګرو ملتونو سرمنشي: د نړۍ جګړه ځپلو سیمو کې ۶۰ فیصده لوږه ثبت شوې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، د نړۍ په سطحه ۶۰ فیصده لوږه په جګړه ځپلو سیمو کې ثبت شوې ده.

انتونیو ګوتیریش پرون په یوه ټویټ کې ویلي، کله چې جګړه وشي، خلک له لوږې سره مخامخېږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په وروستیو کې ویلي، چې په افغانستان کې بشري وضعیت او د خوړو کموالی د ډېرې اندېښنې وړ دی.

د دې ادارې د اټکل له مخې نږدې ۱۹ میلیونه افغانان به د روان میلادي کال تر نومبر میاشتې پورې له سختې لوږې سره مخامخ شي.