د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، د ارام سمندر په سیمه کې د ډیموکراسیو ترمنځ نږدې همکارۍ ته اړتیا لیدل کېږي.
بایډن پرون شنبه د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې د هغه هېواد له ولسمشر یون سوک یول سره یوه ګډ خبري کنفرانس ته وویل: «د ارام سمندر په سیمه کې د ډیموکراسیو ترمنځ دا احساس شته، چې نه یوازې په پوځي لحاظ بلکې په اقتصادي او سیاسي لحاظ نږدې همکاریو ته اړتیا لیدل کېږي.»
د جنوبي کوریا ولسمشر، یون سون یول وویل، چې له ولسمشر بایډن سره په کتنه کې دا بحث مطرح شو، چې دواړه هېوادونه، د اټومي حملو په وړاندې د مقابلې لپاره ګډو پوځي تمریناتو ته اړتیا لري.