طالبان: د کرومایټ د استخراج مزایده لسو شرکتونو ګټلې

عکس: آرشیف

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د افغانستان د کرومایټ د کانونو د استخراج مزایده لسو شرکتونو ګټلې ده.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه ویلي، دي چې ۲۱۴ شرکتونو په مزایده کې ګډون کړی و.

د خبرپاڼې له مخې د دې مزایدې ګټونکي لس شرکتونه به د کندهار، زابل او لوګر له کانونو څخه کرومایټ استخراجوي.

کرومایټ له اوسپنې ډکه تیږه ده، چې د ډېرو کلکو وسایلو په جوړولو کې کارول کېږي.