جنوبي وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيانو چاودنه شوې

ارشيف

په سیمه کې د پاکستان د استخباراتو یوې سرچینې د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې دا چاودنه د پنجشنبې په ورځ د مکین په سیمه کې وشوه چې یو پوځي پکې ووژل شو او پنځه پوځیان ټپيان شول.

د پاکستان د پوځ د رسنیو برخې د یوه عسکر وژل تایید کړې دي خو د ټپیانو په اړه یې څه نه دې ویلي.

د دې پيښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.