د افغانستان د یو شمېر کورنیو رسنیو د راپور له مخې دایکندي ولایت کې ترافیکي پیښې درې ښځې وژلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۷ تنه ټپیان کړي دي.
دا پېښه پرون د دایکندي په میرامور ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې یو فلنګکوچ ډوله موټره له سړکه ووت او چپه شو.
د راپورونو له مخې ټپیان د غزني روغتون ته بیول شوي دي.
افغانستان کې د ترافيکي پېښو لاملونه تر ډېره د لويو لارو خرابوالی او د موټر چلوونکو تېز سرعت يادېږي.