طالبانو بهر ته د غنمو پر انتقال بنديز لګولی

د افغانستان ډېری غنم نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي چې ورسره پر کور دننه د غنمو او اوړو بيې هم پورته کېږي.

د طالبانو حکومت ويلي دي، له افغانستان څخه بهر نورو هېوادونو ته يې د غنمو پر لېږد بنديز لګولی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مالیې وزارت په حواله پرون ماښام پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دې برخه کې ټولو ګمرکونو ته لارښوونه لېږل شوې ده.

نوموړي د دې ګام لامل په هېواد کې دننه د غنمو د کمښت مخنیوی بللی دی.

ازادي راډیو ته د فراه، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو اوسیدونکو شکایت کړی و چې سږ کال د غنم لو په وخت کې هم د غنمو بیې د نورو کلونو پرتله لوړې دي او لامل یې همدا ښودلی چې پاکستان ته انتقالیږي.