د پکتیکا سوداګر د انګور هډې بندر کې د ستونزو حل غواړي

د انګور هډې د بندر یوه څنډه

د پکتیکا یو شمېر سوداګر د انګور هډې په بندر کې د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

د افغانستان د سوداګرې او پانګونې خونې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغو سوداګرو تېره ورځ د خونې له چارواکو سره په کابل کې لیدلي.

د خونې د اعلامیې په پر بنسټ، د پکتیکا سوداګرو په انګور هډه کې د ګمرکي ستونزو، لوړو تعرفو، او د ټرانزیټ په وړاندې د خنډونو د لرې کېدو غوښتنه کړې.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې د خونې چارواکو راغلو سوداګرو ته د ستونزو د هوارۍ په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم په انګور هډه کې د افغان سوداګرو په وړاندې د ګن شمېر ستونزو راپورنه ورکړل شوي وو.