د زابل په شاجوۍ کې لسګونه کسان په یوې ناپېژندل شوې ناروغۍ اخته شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولایت موقعیت

د زابل روغتیايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په شاجوۍ ولسوالي کې لسګونه کسان په یوې ناپېژندل شوې ناروغۍ اخته شوي دي.

د زابل د عامې روغتیا رييس عبدالحکیم حکیمي پرون رسنیو ته وویل، چې د شاجوۍ په شیخان کلي کې لسګونه ماشومان او لویان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د ده په وینا تراوسه پورې د شاوخوا سل تنو درملنه شوې خو د ۲۰ تنو نورو حال نازک دی.