هند افغانستان ته د بشري مرستو په دوام ۲ زره ټنه نور غنم ولېږل

په واګه کې د ګمرک کمېشنر راهول ننګارا وویل، دا غنم د هغې ژمنې برخه ده چې پر اساس یې دا هېواد افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم استوي.

هند له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام کې پرون چهارشنبې د پاکستان په پوله کې د واګې له بندره د افغانستان په لور ۲ زره ټنه نور غنم ولېږل.

په واګه کې د ګمرک کمېشنر راهول ننګارا وویل، دا غنم د هغې ژمنې برخه ده چې پر اساس یې دا هېواد افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم استوي.

تراوسه پورې د هند له لوري افغانستان ته ۱۰ زره ټنه غنم رسېدلي دي.

هند په داسې حال کې افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم مرسته کوي، چې په نړۍ کې د اوکراین د جګړې له کبله د غنمو بیه لوړه شوې او هند په نړیوالو بازارونو کې د غنمو د تقاضا د ډېرېدو له کبله د غنمو صادرات درولي دي.