د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، کابل کې د پاکستاني طالبانو او پوځ ترمنځ د مذاکراتو کوربهتوب يې کړی.
نوموړي ويلي، د مذاکراتو په جریان کې په اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ په لنډمهاله اوربند هم توافق وشو.
دغه راز مجاهد وايي، د افغانستان اسلامي امارت د خیر غوښتنې په نیت کوښښ کوي چې د مذاکراتو سلسله په بریالي شکل پرمخ ولاړه شي او له دواړو طرفونو څخه دیوبل د زغملو او انعطاف هیله کوي.