طالبانو له جاپان د نيمګړو پروژو د بشپړولو هيله کړې

د جاپان هېواد بيرغ

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره د افغانستان پر امنیتي او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټویټر کې لیکلي دي چې دا لیدنه کتنه پرون وشوه او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هیله ښکاره کړه چې جاپان به خپلې هغه پروژې په افغانستان کې بشپړې کړي چې کارونه یې نیمایي سرته رسیدلې دي.

د يادونې ده چې د جاپان هېواد لخوا د افغانستان په يو شمېر سيمو کې ځينې پروژې روانې وې چې ډېری يې اوس په ټپه ولاړې دي.