ارزګان کې یو شمېر ښوونځيو او مدرسو سره مرسته وشوه

ارزګان کې د یونېسف له لوري د مرسته شويو توکو انځور

په ارزګان ولايت کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا يونېسف مسوولینو له لوري یو شمېر ښوونځیو او مدرسو سره د بېلابېلو توکو مرسته وکړه.

په ارزګان کې د يونېسف ولايتي مسوول ډاکټر فواد په دې اړه وویل: "۴۰ د پاکو اوبو رسولو کوچني شبکې، د لاس مينځلو صابونونه، المارۍ، د ټيټې دورې زده کوونکو لپاره درسي مواد، ۱۸۰۰ بوتله ميکروب ضد مايع دي چې دا د مدرسو او محلي ټولګیو لپاره دي او دغه راز په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې د ۴۲ نورو ښوونځيو ته ۸۴ دانې د اوبو ذخيره کولو ۱۵۰۰ سوه لیره ټانکۍ ورکړي دي."

نوموړي وايي، دوی به په راتلونکې کې هم تدريسي بهير سره زياته مرسته وکړي.

داپه داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د يونېسف له خوا د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ښوونيز بهير سره مرستې شوې دي.