کونړ کې د شفتالو حاصلات زیات شوي

کونړ کې د شفتالو د راټولولو او بسته بندۍ بهیر

په کونړ کې چارواکي وايي، سږ کال د شفتالو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

په کونړ کې د کرنې او مالدارۍ چارو سرپرست رئیس مولوي عزت الله هدایت د شفتالو د جوړو بڼونو او ترې لاسه کېدونکي حاصل په اړه ازادۍ راډیو ته وویل: «په کونړ کې پر زر جریبه ځمکه باندې د شفتالو بڼونه جوړ شوي چې پر شپږ سوه جریبه ولاړو باغونه پر حاصل راغلي او ۹۰۰ ټنه حاصل يي ورکړی دی. دا ښه خبر دی او په راتلونکو کلونو کې به دا حاصلات او ترې ترلاسه کېدونکي حاصلات څو برابره زیات شي.»

په تېرو دوو لسیزو کې په کونړ کې پر زرګونه جریبه ځمکه د شفتالو، زردالو، مالټو، نارنجو، لیمو او د نورو میوو بڼونه جوړ شوي چې اوس يي زیات پر حاصل ورکولو راغلي چې هر کال ترې بڼوال په میلیونونو افغانۍ ترلاسه کوي.