سراج الدین حقاني: امریکا خپل دښمن نه ګڼو

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وایي، حکومت یې اوس امریکا خپل دښمن نه ګڼي او له دې هېواد او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

هغه دا څرګندونې د امریکایي سي ان ان ټلویزیون د خبریالې کریستینا امانپور د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې او زیاته یې کړه، غواړي دا خبره واضح کړي چې دوی په تېرو شلو کلونو کې د جګړې په یوه دفاعي وضعیت کې وو او کله یې چې په دوحه کې له امریکا سره موافقه وکړه نو پرېکړه یې وکړه چې نور به په دې اړه خبرې خبرې نه کوي.

حقاني زیاته کړه، دوی غواړي چې په راتلونکې کې د نړیوالو اصولو او مقرراتو له مخې له امریکا او نړیوالې ټولنې سره ښه اړيکي ولري.

حقاني دغه راز وویل، سره له دې چې امریکایان خپل دښمن نه ګڼي خو افغانان د امریکایانو اعمالو ته په پام د دوې د نیتونو په اړه ملاحظات لري.

سراج الدین حقاني تراوسه د امریکا په تور لېست کې شامل دی.