طالبانو پنځه مهمې ادارې لغوه کړې

په کابل کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون دفتر

د طالبانو حکومت د پخواني حکومت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په ګډون پنځه مهم ارګانونه او ادارې لغوه کړي او یوه چارواکي یې ویلي چې مالي ستونزو ته په پام دغو ادارو ته نوره اړتیا نه شته.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني رویترز خبري آژانس ته وویل چې دغو ادارو ته نوره اړتیا نه وه او دوی د نوي کال په مالي بودجه کې نه دي شامل کړي.

د نویو لغوه شویو ارګانونو په ډله کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا چې مشري یې عبدالله عبدالله کوله هم شامله ده.

په یوه مکتوب کې چې د افغانستان د طالبانو حکومت د چارو د عمومي ریاست ادارې له خوا لېږل شوی او په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی ویل شوي، چې د طالبانو د مشر د لارښوونې له مخې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون، د مشرانو او ولسي جرګې دارالانشاوې، د ملي مصالحې عالي شورا او د ملي امنیت شورا د حمل له لومړۍ نېټې منحل شوي دي.

خو د طالبانو مرستیال ویاند ښاغلي سمنګاني دغه راز ویلي، چې که اړتیا یې وي ښایي دغه ارګانونو او ادارې په راتلونکې کې بېرته فعالې شي.