اروپایي ټولنې ته د ورغلو ناقانونه کډوالو شمېر کې زیاتوالی راغلی

یونان کې د کډوالو انځور

د اروپایي ټولنې د پولې ساتنې اداره د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې دې ټولنې ته د ورغلو ناقانونه کډوالو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالي خبر ورکوي.

وارسا میشتې د پولې ساتنې ادارې، فرونتیکس پرون دوشنبې وویل، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې یې د ۵۷ زره او اته سوه ناقانونه کډوالو دوسیې ثبت کړي چې دا د تېرکال د همدۍ مودې په پرتله په سلو کې ۶۹ زیاتوالی ښیي.

دغې ادارې ویلي، چې په اوکراین کې د جګړې له امله کډوال شوي خلک په دغو شمېرو کې نه دي شامل.

فرونتیکس ویلي، له ۲۷ زره زیات کسان د لویدیځ بالکان له لارې اروپایي ټولنې ته داخل شوي چې دا د تېر کال په همدې موده کې له دې لارې د اروپایي ټولنې غړیو هېوادونو ته د اوښتو ناقانونه کډوالو ۱۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

د دغې ادارې په وینا اکثره ناقانونه کډوال د افغانستان او سوریې دي.

ناقانونه کډوال له لویدیځ بالکان پرته د ختیځې مدیترانې، د ترکیې له لارې هم یونان او قبرس ته ځانونه رسوي.