پوتين او رحمان د افغانستان او تاجکستان د ګډې پولې پر امنيت خبرې کړي

د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر او چپ لور ته د تاجکستان ولسمشر

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره د افغانستان او تاجکستان د ګډې پولې پر امنیت خبرې کړي دي.

د راپورونو له مخې دغو مشرانو نن د ګډ امنیتي تړون سازمان د غونډې په څنډه کې سره کتلي دي.

تاجکستان او د منځنۍ اسیا یو شمېر نور هېوادونه له افغانستانه خپلې خاورې ته د احتمالي ترهګریز ګواښ ویره لري.

د طالبانو حکومت بیا په وار وار ډاډ ورکړی، چې له افغانستانه به هیچا ته ګواښ نه پېښېږي.