په دایکندي کې د موی تای سیالۍ پای ته ورسېدې

ارشیف

په دایکندي کې د موی تای سیالۍ نن پای ته ورسېدې.

د بدني روزنې او ورزش ادارې ویلي دي، چې په دې سیالیو کې د شهرستان او میرامور ولسوالیو ۳۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه.

دا سیالۍ چې د اختر په مناسبت پیل شوې وې، په پای کې یې غوره لوبغاړو ته جایزې او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

د بدني روزنې ورزش ادارې ویلي دي، چې په نېږدې راتلونکې کې به په پکتیکا ولایت کې هم د موی تای سیالۍ پیل شي.