غزني کې د سلګونو روغتیايي کارکوونکو د روزنې پروګرام پیل شوی

غزني د روغتیايي کارکوونکو لپاره د روزنيز پروګرام انځور

په غزني کې د افغانستان تغذيې او کورني اقتصاد د انسټیټیوټ له خوا او د یونېسیف په مالي مرسته د سلګونو روغتیايي کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام پیل شوی دی.

د دغه روزنیز پروګرام موخه په راتلونکي نسلونو کې د لنډې ونې او خوارځواکو ماشومانو د زېږېدنې مخنیوی، د ماشومانو د ځیرکتیا لوړوالی او په ښځو کې د سینې سرطان د مخنوي د لارو چارو ښوودنه ده.

په دغه ټرینینګونو کې ډاکټران، نرسان، قابلې او د خوارځواګۍ په اړه مشورې ورکوونکي کسان شامل دي، چې له دغه ټرېنینګ اخیستلو وروسته به د ولایت په بېلابېلو روغتیايي کلینیکونو او روغتونونو کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي.

په دغه ټرېنینګونو کې به په ګروپي شکل ۵۶۱ کسان روزل کېږي چې دا وخت يې د ۲۱م ګروپ د ټرینولو لړۍ روانه ده.

ډاکټر لطف احمد جلالزی په غزني کې د دغه پروګرام مشر دی.

نوموړی وايي، له دې لارې په ماشومانو کې خوارځواکي، د ټیټې ونې مخینوی او د ښځو د سینې سرطان مخه نیول کېدای شي.

هغه وویل: "په دې کې ډېری فوکس په دې باندې کېږي چې موږ میندې پوهه کړو، میندو ته مشورې ورکړو د روغتیايي کارکوونکو په واسطه، نو تر ډېره حده کنټرولېدای شي، په ځانګړې توګه دا وقایوي برخه ډېره غښتلې کوي، ځکه یوه مور پوهه شي چې د میندوارۍ او شیدو ورکولو په وخت څه ډول خپل ځان ځواکمنه او څه ډول خپل ماشوم ځواکمن کړي."

روغتیا پالان په دې باور دي چې له دغه ستونزو سره د افغانستان ډېری اوسېدونکي د فقر او بېوزلۍ له امله مخ کېږي.