امریکا کې د پرونۍ پېښې له امله یو تن وژل شوی او څلور ټپیان دي

مشکوک کس چې اسیايي بلل شوی او عمر یې تر ۶۰ لوړ دی، نیول شوی او په توقیف کې دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د کلیفورنیا ایالت په یوه کلیسا کې پرون ماسپښین د یوه سړي په ډزو یو تن ووژل شو او څلور تنه نور سخت ټپیان شول.

چارواکي وايي، پېښه په داسې ساحه کې شوې چې اکثریت اوسېدونکي یې پوخ عمره کسان دي.

مشکوک کس چې اسیايي بلل شوی او عمر یې تر ۶۰ لوړ دی، نیول شوی او په توقیف کې دی.