ننګرهار: د ګاز ډبې د چاودنې له امله درې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ننګرهار ولايت موقعيت

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلينو ازادي راډیو ته په راستول شویو معلوماتو کې ویلي چې نن غرمه مهال د ښېوې ولسوالۍ اړوند مرکزي مندوي سیمه کې په یوه سوزکي موټر کې د ګازو ډبې چاودنه کړې چې له امله یې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

ځایي مسؤلان د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښيي.

د یادونې ده چې هر کال د اوړي د موسم په راتګ سره ننګرهار کې د ډېرې ګرمې هوا له کبله دا ډول پېښې او اورلګېدنې رامنځته کېږي چې له امله یې ګڼ شمیر خلکو ته مرګ ژوبله او مالي زیانونه اوړي.