د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې ویلي دي چې دا لوبه د افغانستان په وخت سبا د شپې ۸:۳۰ پیلېږي.
د افغانستان د ۱۶ کلنو ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په اتلولیو یا CAFA سیالیو کې لومړۍ لوبه له قرغزستان سره ۱-۱ مساوي کړه خو دویمه لوبه یې ازبکستان ته ۶ -۰ وبایلله.
د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالۍ د تاجکستان په دوشنبې ښار کې روانې دي چې د افغانستان ترڅنګ د قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران لوبډلو ګډون په کې کړی دی.