افغانستان کې صرافانو کار‌ بنديز اعلان کړ

يو شمېر صرافان

د افغانستان د صرافانو ټولنې ویاند ازادي راډیو ته په یو استولي ویډيوي پیغام کې ویلي، تر کومه چې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت او د افغانستان بانک د صرافانو د جوازونو ستونزه نه وي هواره کړي د دوی فعالیتونه به په ټول افغانستان کې بند وي.

عبدالرحمن ځیرک ازادي راډیو ته دا هم وویل، چې دا پرېکړه پرون د افغانستان د ټولو ولایتونو د صرلافانو د ټولنې د مشرانو په یوې حضوري ناسته کې شوې ده.

خو نوموړي دا هم وویل، چې دا موضوع په هیڅ ډول د طالبانو له حکومت سره د مخالفت په مانا نه ده، بلکې دا د هر صراف حق دی چې د خپل کار وبار لپاره یې دا شرایط وړاندې کړي دي.

د ښاغلي ځیرک په خبره، پر صرافانو وضع شوي شرایط دا دي، چې هر صراف باید د خپل فعالیت په بدل کې، پنځه ميلیونه افغانۍ تضمین د افغانستان بانک ته ورکړي، دوه لکه افغانۍ د کاغذي جواز بیه تحویل کړي او پنخوس ميلیونه افغانۍ د خپل کار او بار لپاره پانګه وښيي.