د شمالي کوریا مشر وايي، د کرونا وبا خپرېدل یې په هېواد کې د یوه لوی «تحول» سبب کېږي.
کیم جونګ اون پرون شنبه، وروسته تر هغه دا خبره وکړه، چې په دغه هېواد کې ۲۱ کسانو مړینه ثبت شوه.
شمالي کوریا چې یوازې یې تېره چهارشنبه د کرونا وایروس لومړۍ پېښې تایید کړې، ویلي په کرونا وایروس په دغه هېواد کې تر پنځو لکو ډېر کسان اخته شوي دي.
د شمالي کوریا مرکزي خبري اژانس پرون راپور ورکړی، چې یولک او څلورایا زره ۴۴۰ کسانو تبه درلوده، چې لږ تر لږه ۸۱زره ۴۳۰ تنه یې روغ شوي او ۲۱ کسان مړه شوي دي.